slideshow

۱۸ لړم ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ته خبردارى وركړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزه ډله ټينګار كوي، چې د رايو بيا شمېرنه دې له بايومټريك پرته او د باطلو رايو له توپير او تصفيې او همدارنګه د هر محل د تصفيه شوو رايو د كچې تر مشخصېدو وروسته ترسره شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون نن اعلان وكړ، چې د رايو د تفتيش او بيا شمېرنې په هدف يې د تخنيكي وسايلو بسته بندي د څارونكو په حضور كې پيل كړې ده.
خو د ثبات او همپالنې ټاكنيزه ډله د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د پاكو او ناپاكو رايو لپاره يې پر هڅو سربېره د ټاكنو خپلواك كمېسيون له قانون ماتونې لاس نه دى اخيستى او تصميم يې نيولى، چې په ولايتونو كې د رايو بيا شمېرنه پيل كړي.
دغې ډلې له ياد كمېسيونه غوښتي، چې خپله دنده دې د قانون پر بنسټ مخته يوسي او خبردارى وركوي، چې تقلبي رايو ته د اعتبار وركولو په وړاندې به بې تفاوته پاتې نه شي.
په پام كې وه، چې د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې د تلې مياشتې په ۲۷مه نېټه اعلان شي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ځينو تخنيكي ستونزو په خاطر د لړم مياشتې ۲۳مې نېټې ته وځنډولې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړي مولانا محمد عبدالله تازه ويلي، چې د دغه کمېسيون کاري وړتيا او د رايو بيا شمېرنې په وړاندې شته ستونزو ته په کتو ښايي د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې د لړم مياشتې په ۲۳مه نېټه اعلان نه شي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *