slideshow

۱۸ لړم ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د كركټ دوهمه يو ورځنۍ لوبه نن كېږي


ټاكل شوې د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلې نن دوهمه يو ورځنۍ لوبه ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په يوې بجې د هند د لكنو ښار په ايكانا لوبغالي كې د افغانستان په كوربه توب پيل شي.
تر دې مخكې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې ويسټ انډيز افغانستان ته ماتې وركړې وه.
د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ، درې ۲۰ اوريزې او يوه ټېسټ لوبه ترسره كېږي.
دغه لوبې به د راتلونكې ډسمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې دوام ولري.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *