جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، اوس هم په ټولنه كې داسې كسان موجود دي، چې پر جګړې، وژنې او ناامنۍ ټينګار كوي.
هغه نن په ارګ كې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د ميلاد په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې وويل، دې كسانو وېرې او فتنې ته پر سولې او پخلاينې ترجېح وركړې او د يوه اسلامي هېواد ورانول د ثواب كار بولي.
جمهور رئيس غني سوله په هېواد كې د لسګونو كلونو وركه ياده كړه او ټينګار يې وكړ، چې د رښتينې او تلپاتې سولې لپاره اړتيا ده په ټولنه كې عدالت ټينګ شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي يوالي حكومت په دې وروستيو خپله د سولې طرحه له خلكو سره شريكه كړه، چې په مادو كې يې له امريكا، پاكستان او طالبانو سره مذاكرات، د سولې په برخه كې د اجماع رامنځته كېدل او ښه حكومتولي شامل موضوعات دي.


