ads

بهرنيو ځواکونو د ملکي افغانانو درې موټرونه سوځولي او دوه تنه يې ټپيان كړي

بهرنيو ځواکونو د کابل – جلال اباد پر لويه لار د ملکي افغانانو درې موټرونه وسوځول او دوه تنه يې ټپيان كړل. د پېښې عيني شاهدان وايي، بهرنيو ځواکونو د ملكيانو پر موټرونو اور اچوونكي توكي غورځولي او د هغوى درې موټرونه يې سوځولي دي. د لغمان ولايتي چارواکي هم ياده پېښه تاييدوي او زياتوي، […]

نویسنده: hewadpal
18 لړم 1398
بهرنيو ځواکونو د ملکي افغانانو درې موټرونه سوځولي او دوه تنه يې ټپيان كړي

بهرنيو ځواکونو د کابل – جلال اباد پر لويه لار د ملکي افغانانو درې موټرونه وسوځول او دوه تنه يې ټپيان كړل.
د پېښې عيني شاهدان وايي، بهرنيو ځواکونو د ملكيانو پر موټرونو اور اچوونكي توكي غورځولي او د هغوى درې موټرونه يې سوځولي دي.
د لغمان ولايتي چارواکي هم ياده پېښه تاييدوي او زياتوي، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي ويلي، چې بهرنيو ځواکونو تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د کابل – جلال اباد پر لويه لار د عزيز خان کڅ په سيمه کې هغه مهال پر دوو ملکي موټرونو اور غورځوونکې مرمۍ وويشتلې، چې د هغوى د موټريز کاروان اشارو ته ونه درېدل.
بهرنيو ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA