ads

په كاپيسا كې درېيو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

په كاپيسا كې نن سهار شاوخوا نهه بجې د هاوان مرمۍ چاودنې درېيو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش كليد ته وويل، په نجراب ولسوالۍ كې يوه بزګر په خپل پټي كې د هاوان مرمۍ موندلې، چې وروسته د څو كسانو له خوا د هغې د […]

نویسنده: hewadpal
17 لړم 1398
په كاپيسا كې درېيو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

په كاپيسا كې نن سهار شاوخوا نهه بجې د هاوان مرمۍ چاودنې درېيو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش كليد ته وويل، په نجراب ولسوالۍ كې يوه بزګر په خپل پټي كې د هاوان مرمۍ موندلې، چې وروسته د څو كسانو له خوا د هغې د خلاصولو په مهال يې چاودنه كړې ده.
د نوموړي په خبره، په ياده پېښه كې يو ملكي وګړى وژل شوى او دوه تنه نور ژوبل دي.
كه څه هم شورش وايي، چې د هاوان دغه مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوې وه، خو دوى تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA