ads

په بغلان كې ۲۵ كيلو ګرامه هېرويين ترلاسه شول

امنيتي ځواكونو په بغلان كې ۲۵ كيلو ګرامه هېرويين كشف او ترلاسه كړي دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت كليد ته وويل، دا اندازه نشه يي توكي، چې په يوه پيكپ ډوله موټر كې په ماهرانه توګه ځاى پر ځاى شوي وو او له كندوزه كابل ته لېږدول كېدل، تېر ماښام […]

نویسنده: hewadpal
17 لړم 1398
په بغلان كې ۲۵ كيلو ګرامه هېرويين ترلاسه شول

امنيتي ځواكونو په بغلان كې ۲۵ كيلو ګرامه هېرويين كشف او ترلاسه كړي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت كليد ته وويل، دا اندازه نشه يي توكي، چې په يوه پيكپ ډوله موټر كې په ماهرانه توګه ځاى پر ځاى شوي وو او له كندوزه كابل ته لېږدول كېدل، تېر ماښام د يادې قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې د مديريت كاركوونكو په شمالي دروازه كې كشف او ترلاسه كړل.
د هغه په وينا، په دې تړاو يو كس نيول شوى او څېړنې ترې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې نشه يي توكي په افغانستان كې په يوې سترې ستونزې بدل شوي او ټول لوري يې په مخنيوي كې پاتې راغلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA