slideshow

۱۷ لړم ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

دانش: د افغانانو له مالكيت پرته سوله غيرې عملي ده


د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وايي، د افغانانو له مالكيت پرته سوله يو اړخيزه او غيرې عملي ده.
هغه نن په كابل كې د سيد مصطفى كاظمي د وژنې د ۱۲م تلين نمانځغونډې ته وويل، د سولې بهير تراوسه تر ډېره د امريكا او طالبانو ترمنځ مخته تللى او افغان لورى په كې په مستقيم ډول نه دى دخيل شوى.
دانش ټينګار وكړ، چې د سولې په بهير كې د افغانانو مالكيت بايد په رښتينې او معنا داره توګه ټينګ شي.
د ده په وينا، سياسي ګوندونه او مدني ټولنې بايد د حكومت پر محوريت را ټولې شي او د سولې په بهير كې ونډه واخلي.
د جمهور رئيس دوهم مرستيال زياته كړه، د سولې په بيه د اساسي قانون څنډې ته كېدل په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
د يادولو ده، چې طالبانو تل د افغانستان له حكومت سره د سولې د مخامخ خبرو وړانديز رد كړى دى.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *