ads

په پکتیکا کې د وازېخوا ولسوالۍ یو قومي مشر پولیسو په پښو ویشتلی

د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ قومي مشر حاجې غلام محمد تور پوري کوي، چې تر دې وړاندي هم یو ځل د وازیخوا ولسوالۍ د پولیسو قومندان برات له لوري ترور شوی، خو له څه ځنډ وروسته بېرته خوشی شوی و. دی وايي، تېره ورځ له بازار څخه خپل کور ته پر لاره د دوو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 لړم 1398
په پکتیکا کې د وازېخوا ولسوالۍ یو قومي مشر پولیسو په پښو ویشتلی

د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ قومي مشر حاجې غلام محمد تور پوري کوي، چې تر دې وړاندي هم یو ځل د وازیخوا ولسوالۍ د پولیسو قومندان برات له لوري ترور شوی، خو له څه ځنډ وروسته بېرته خوشی شوی و.
دی وايي، تېره ورځ له بازار څخه خپل کور ته پر لاره د دوو پولیسو له لوري په رینجر موټر کې یوړل شوم او بیا يي په دواړو پښو د تومانچې پر ډزو وویشتم.
حاجي غلام محمد څرګندوي، چې کیڼه پښه يي په بشپړه توګه له منځه تللي خو ښۍ پښه يي بیا ډېره نه ده خرابه شوې.
نوموړی وايي، له هېڅ لوري سره اړیکه نه لري، بلکې یو ځايي مشر دی او د قوم اړوند ستونزو او شخړو لپاره قومي پریکړو کې برخه اخلې.
دغه قومي مشر همداشان وايي، وړاندي هم د قومندان برات له لوري ورته ګواښونه شوي وو او یو ځل ترور شوی هم وو.
ده وویل هغه وار يي وژلم، خو کوم باغ ته يي چې وړی وم، د باغ مالک ورڅخه وژغورلم.
خو د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد ارین کلید ته وویل، د وازیخوا ولسوالۍ امنیه قومندان برات په یاده پېښه کې لاس نه لري.
هغه وايي، یو پلاوی يي سیمي ته لیږلی تر څو پیښه په هر اړخیز ډول وڅيړي.
د یادونی وړ ده چې وړاندي هم په ځینو ولسوالیو کې د یو شمیر قومندانانو له لوري د دا ډول خپل سرو کړنو په اړه خلکو شکایتونه کړي د ي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA