د ترکیې او امریکا جمهور ریسانو تېره ورځ په ټلیفوني خبرو کې هوکړه وکړه، چې راتلونکې اونۍ به په واشنګټن کې له یو بل سره وویني.
د ترکیې دولت په یو بیانیه کې ویلي، رجب طیب اردوغان او ډونالډ ټرمپ د نومبر پر ۲۲مه په واشنګټن کې له یو بل سره ویني او په دغه ناسته کې به تر ډېره د سوریې پر مسلې او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وشي.
د ټرمپ له دفتره هم په یوه خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې دواړو لورو په دغو ټلیفوني خبرو کې د سوریې پر امنیتي حالت، په ځانګړي ډول د یاد هېواد په شمال کې د ترکیې پر وروستیو پیل شوو عملیاتو خبرې وکړې.
د ترکیې جمهور رییس تر دې وړاندې ویلي وو، چې له ټرمپ سره تر ټلیفوني خبرو وروسته به امریکا ته د تګ په اړه هوډ ونیسي.
بلخوا، امریکایي رسنۍ وایي، ټرمپ هغه فرمان تایید کړ چې له مخې به یې د سوریې په شمال کې د تېلو زېرمو د ساتلو لپاره لا ډېر امریکایي سرتیري ځای پر ځای کېږي.
دغه ۱۵۰ کیلومتره ساحه به د امریکايي ځواکونو په کنټرول کې وي او دوی به د یادو زېرمو امنیت تامینوي، چې دا د کورد وسله والو تر نفوذ لاندې سیمه ده.