پرون د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلو تر منځ د کرکټ د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شوه، چې لومړۍ لوبه یې ویسټ انډیز وګټله.
د لوبې پچه سیالې لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبغاړو په ۴۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه.
په افغان لوغاړو کې رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۶۱ منډې، اکرام علي خېل ۵۸ او اصغر افغان بیا ۳۵ منډې وکړې.
په توپ اچوونکو کې مجیب الرحمن دوه او نوین الحق یو لوبغاړی وسوځول.
د ویسټ انډیز لوبډلې یاد هدف په ۴۷م اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.
ټاکل شوې چې د دواړو ټیمونو تر منځ بله یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ په همدغه لوبغالي کې ترسره شي.