د غزني ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو مرکز ویجاړ او یو رینجر موټر د امنیتي ځواکونو لاسته ورغی.
د دغې خبرپاڼې له مخې، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د یاد ولایت د ګېرو ولسوالۍ په شیخو کلي کې عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو یو مرکز او له چاودېدونکو توکو ډک یو هاموي ټانک له منځه یوړل شول او یو رینجر موټر هم د افغان ځواکونو لاسته ورغی.
د یادولو وړ ده چې په دغو عملیاتو کې کومه نښته نه ده رامنځته شوې.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه تبصیره نه ده کړې.