ads

د المان هېواد ۳۶ افغان کډوال په زور افغانستان ته راستانه کړي

دغه کډوال د پنجشنبې په ورځ د کابل تر هوايي ډګره پورې د الماني پولېسو لخوا لاس نېولي راوستل شوي او له دوی سره انساني چلند نه دی شوی. په دغو ګډوالو کې دوو کسانو علي حيدري او قيس د کابل په هوايي ډګر کې کليد ته وويل، د امنيتي اندېښنو له کبله المان ته […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 لړم 1398
د المان هېواد ۳۶ افغان کډوال په زور افغانستان ته راستانه کړي
راستانه شوي کډوال

دغه کډوال د پنجشنبې په ورځ د کابل تر هوايي ډګره پورې د الماني پولېسو لخوا لاس نېولي راوستل شوي او له دوی سره انساني چلند نه دی شوی.
په دغو ګډوالو کې دوو کسانو علي حيدري او قيس د کابل په هوايي ډګر کې کليد ته وويل، د امنيتي اندېښنو له کبله المان ته تللي دي؛ خو دغه هېواد هم دوی ته خپله غېږه نه ده پرانيستې.
بل کډوال مجتبی کريمي بيا وايي، د المان هېواد له دوی سره انساني چلند نه دی کړی او له دې وروسته به هېڅکله هم بهرنيو هېوادونو ته د ورتلو هڅه ونه کړي.
په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مرستيال وياند رضا باهر هم کليد سره په خبروکې د ياد خبر پخلی وکړ او وويل، چې په تېر يو کال کې له دغو ۳۶کسانو سره ۹۱۱ تنه افغان کډوال له بېلابېلو اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته په زوره را شړل شوي دي.
راستانه شوي کډوال له حکومت څخه د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي؛ خو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت بيا وايي، چې په زوره را شړل شوو افغان کډوالو لپاره کاري فرصت او نقدي امتياز نه شي برابرولی.
دغه وزارت وايي، دوی يوازې له هغو کډوالو سره مرستې کولی شي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وي.
د کډوالو او راستنېدونکو وزات د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې تر اوسه پورې ۴۴۴ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، چې ډېره برخه يې له ایران څخه راشړل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA