ads

په کاپیسا کې په ماین چاودنه کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش کلید ته وویل، چې دغه ماین چاودنه پرون سهار نهه بجې او ۴۰ دقیقې د یاد ولایت د اله سای ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د شورش په وینا، په چاونه کې یو امنیتی سرتیری ووژل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 لړم 1398
په کاپیسا کې په ماین چاودنه کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش کلید ته وویل، چې دغه ماین چاودنه پرون سهار نهه بجې او ۴۰ دقیقې د یاد ولایت د اله سای ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د شورش په وینا، په چاونه کې یو امنیتی سرتیری ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
دی زیاتوي چې په یاده پېښه کې ۱۰ ملکي وکړي هم ټپیان شوي، چې څلور نارینه او پاتې شپږ یې ښځې دي.
وسله والو طالبانو بیا د برید پړه منلې او زیاته کړې یې ده، چې په دغه چاودنه کې د امنیتي ځواکونو یو قومندان له دوو ساتونکو سره ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA