ads

په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي خبره اوسنۍ نه کلونه کېږي چې د له منځه وړلو په هدف یې هڅې روانې دي، خو لاهم په ټول هېواد کې هرکال د زور زیاتي ګڼې پېښې ثبتېږي. د هېواد پر نورو ولایتونو سربېره، په ختيځ ولایت ننګرهار کې هم د دې پدیدې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 لړم 1398
په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي خبره اوسنۍ نه کلونه کېږي چې د له منځه وړلو په هدف یې هڅې روانې دي، خو لاهم په ټول هېواد کې هرکال د زور زیاتي ګڼې پېښې ثبتېږي.
د هېواد پر نورو ولایتونو سربېره، په ختيځ ولایت ننګرهار کې هم د دې پدیدې د ختمولو په هدف ګړندۍ هڅې پیل شوي دي، چې په دې لړ کې پرون په دغه ولایت کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
نمانځغونډې ته پر مرکز جلال اباد سربېره له یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو هم مېرمنې راغلې وې.
نمانځغوندې ته د ننګرهار د ښځو چارو رییسې فتانې عزیز وویل، چې د ۱۳۹۸ کال له پیل تر دې مهاله ورسره په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۹۱ قضیې ثبت شوي دي.
فتانې عزیز وویل، دوی هڅه کوي څو د عامه پوهاوي له لارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې راکمې او دغه لړۍ لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.
خو بل لور ته په ختیځ کې د بشرحقونو د خپلواک کمېسیون مشره صبرینا حمیدي بیا وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله په ټولو ختیځو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتو پېښو په ثبت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د حمیدي په خبره، سږ کال له دوی سره په ټولو ختیځو ولایتونو کې د تاوتریخوالي ۲۲۰ پېښې ثبت شوې دي.
نوموړې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل فقر، بې وزلي، د نشه یي توکو کارول، بې سوادي او نور لامللونه یادوي.
په ورته مهال یوشمېر ننګرهار میشتې مېرمنې بیا وایي، د حکومت او نړیوالې ټولنې له زیاتو مرستو سره سره اوس هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه مېرمنې وایي، اړونده ادارو تر دې دمه هغه ډول اقدامات نه دي کړي، چې د ښځو په ژوند کې یې مثبت تغیر راوستی وي.
په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې لا هم د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي شکایت کوي او وایي، که حکومتي ادارې ورته پام ونه کړي، ژوند به یې له کړاوونو سره مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA