راپورونه وایي، نن چهار شنبه سهار مهال د خلیفه حفتر په مشرۍ هوایي ځواکونو د لیبیا په پایتخت طرابلس کې هوایي برید کړی، چې پر مهال یې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د راپور پر بنسټ، په یاد برید کې د ملي وفاق دوه غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خلیفه حفتر ځواکونو د یکشنبې په ورځ یو بل هوایي ډګر هم په نښه کړی و.
لیبیا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د قذافي د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته په دوو موازي دولتونو ووېشل شوه.
امارات، مصر او فرانسه د خلیفه حفتر د ځواکونو ملاتړ کوي او د ملي وفاق دولت د فاییز سراج تر کنټرول لاندې دی، چې د لیبیا لودیځه برخه یې په واک کې ده.