د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، ایران حق نه لري چې د نړیوالو قوانینو او هوکړو پر خلاف د اټومي فعالیتونو پراختیا ته دوام ورکړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره ورځ ویلي وو، چې دوی د یورانیمو د غني کولو لپاره تازه ګامونه پورته کړي دي، خو د ملګر ملتونو عمومي منشي وایي، د ایران دا کار د نړیوالو هوکړو او قوانینو خلاف عمل دی.
انتونیو ګوتریش پر نړیوالو غږ کړی چې د اټومي وسلو د پراختیا مخه ونیسي او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې هوکړو ته ژمن وي.
د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان هم په تازه څرګندونو کې د ایران دغه کار غندلی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې نړیوالو هوکړو او قوانینو ته ژمن پاتې شي.