ads

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کمشنرانو تر منځ اختلافونه اوج ته رسېدلي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د يو شمېر کمېشنرانو ترمنځ اختلافات په لويه کچه داسې اندېښنې را پيدا کړي دي، چې يادو کمېشنرانو د ځانګړو ټاکنيزو ټېمونو په اشارو خپلې چارې پر مخ وړي. د ولسي جرګې يو غړي عبدالقدير قلات وال د چهارشنبې په ورځ د يادې جرګې په غونډه کې ټينګار وکړ، چې ياد […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 لړم 1398
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کمشنرانو تر منځ اختلافونه اوج ته رسېدلي
د ټاکنو کمېسیون غړي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د يو شمېر کمېشنرانو ترمنځ اختلافات په لويه کچه داسې اندېښنې را پيدا کړي دي، چې يادو کمېشنرانو د ځانګړو ټاکنيزو ټېمونو په اشارو خپلې چارې پر مخ وړي.
د ولسي جرګې يو غړي عبدالقدير قلات وال د چهارشنبې په ورځ د يادې جرګې په غونډه کې ټينګار وکړ، چې ياد کمېشنران بايد د ځواب ورکولو لپاره دغې جرګې ته ور وغوښتل شي.
نوموړي وويل، کمېشنران پاشلې او متناقضې څرګندونې کوي او خلک حيران دي، چې د چا ومني.
په همدې حال کې د جمهوري رياست پر ټاکنو څارونکي بنسټونو هم اندېښنې لري او وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد په همدې تړاو خلکو ته ځوابوونه ووايي.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) وياندې سميرا رسا کليد ته وويل، په ټاکنوکې د کمېشنرانو ترمنځ اختلافات په ډاګه کوي، چې د ياد کمېسيون مديريت خورا ډېر کمزوری شوی دی.
د څار بنسټونه اندېښمن دي او وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون ‎‎‎‎‎‎ټاکنيزې نيټې نقض کړي او تر اوسه يې د رايو بياشمېرنه او د تفتېش برخه هم نه ده پيل کړې.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د جمهوري غوښتونکي ملي ګوند مشرې عادلې بهرام نظامي کليد ته وويل، که چېرته د ټاکنو چارې پر خپل وخت مديريت نه شي؛ نو دا وېره شته چې يوځل بيا د ۲۰۱۴کال سناريو پر افغانانو وتپل شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو کمېشنر مولانا عبدالله په خپل رسمي فسبوک پاڼې کې ليکلي وو، تر هغوچې د يو لکو ۳۷زره رايو برخليک معلوم نه شي، د رايو بيا شمېرنه او تفتېش له امکانه لرې دی.
د مولانا عبدالله يادو څرګندونو په خواله رسنيوکې هم غبرګونونو درلودل او ډېريو خلکو د پوښتنې په ډول ليکلي دي، چې دغه کمېشنر د چا له ادرسه خبرې کوي…..؟
موږ هڅه وکړه، چې په همدې تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسيون نظر هم وپوښتو، خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه شوو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA