ټاکل شوې چې نن د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شي.
دغه لوبې چې د هند د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې ترسره کېږي، د روانې نومبر میاشتې تر ۱۱ مې نېټې به دوام وکړي.
د کرکټ بورډ په وینا، افغان لوبغاړو دغو لوبو ته بشپړ چمتوالی نیولی او له څو ورځو راهیسې یې په همدې لوبغالي کې تمرینات ترسره کړي دي.
په پام کې ده چې دغه لوبې د افغانستان پر وخت نن ماسپښین یوه بجه پیل شي.
تر یادو لوبو وروسته به افغان او ويسټ انډيزۍ لوبډلې درې ۲۰ اوريزې او يوه ټېسټ لوبه هم ترسره كړي.
د دوى ترمنځ ترسره كېدونكې سيالۍ به د راتلونكې ډسمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې دوام ولري.