د يونان پوليسو تېره ورځ په يوه لوى موټر کې ۴۱ غيرې قانوني كډوال وموندل او ونيول.
دغه کسان د موټر په يخچال ته ورته ځاى کې پټ کړاى شوي وو، چې تر پېژندنې وروسته د پوليسو له لوري ونيول شول.
د يونان د پوليسو وياند رسنيو ته ويلي، چې نيول شوو کسانو ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو د ځينو ناروغيو له کبله روغتون ته وړل شوي دي.
بايد وويل شي، چې پوليسو موټر چلوونکى هم نيولى دى.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې څو ورځې وړاندې په بريتانيا کې د لسګونو کسانو مړي په يوه موټر کې وموندل شول، چې بيا وروسته ثابته شوه، ټول غيرې قانوني کډوال وو.