ads

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره نوې هڅه پيل شوې

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره داسې هڅې پيل شوي، چې لومړی بايد افغان حکومت او طالبان په خپلو منځوکې يو تفاهم ته ورسېږي؛ خو افغان حکومت بيا وايي، د سولې خبرې د حکومت کار دی. په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د خبرو اترو د پيل کوم […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 لړم 1398
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره نوې هڅه پيل شوې

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره داسې هڅې پيل شوي، چې لومړی بايد افغان حکومت او طالبان په خپلو منځوکې يو تفاهم ته ورسېږي؛ خو افغان حکومت بيا وايي، د سولې خبرې د حکومت کار دی.
په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د خبرو اترو د پيل کوم څرک نه برېښي؛ خو د سې شنبې په ورځ په کابل کې يو شمېر سياسي څېرو داسې خبر ورکړ، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بين الافغاني تفاهم لپاره د منځګړتوب رول لوبوي.
د طالبانو د رژيم پخواني چارواکي سيد اکبر آغا په دغه غونډه کې وويل، سوله په افغانستان کې د غوڅ اکثريت غوښتنه ده او حکومت یې باید پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.
نوموړي حکومت ته ګوته ونیوله، چې ګواکې د افغان سولې لپاره کومه سياسي اراده نه لري.
په همدې حال کې د ولسي شورا مشر فاروق اعظم په دغه غونډه کې وويل، لومړی بايد بين الافغاني تفاهم لپاره هڅې وشي، ځکه په وينا يې بين الافغاني تفاهم يوازينۍ لاره ده، چې د جګړې د دوام ټولې لارې بندولی شي.
په ورته وخت کې د جمهور رييس غني وياند صديق صديقي هم د بين الافغاني تفاهم لپاره ترسره شوې هڅې ستايي؛ خو ټينګار کوي، چې د سولې خبرې يوازې پر حکومت پورې اړه لري.
نوموړي داهم وويل، چې افغان حکومت د سولې لپاره غوڅه سياسي اراده لري.
که څه هم افغان حکومت د سولې لپاره خپله اووه ماده ييزه طرحه جوړه کړې؛ خو تراوسه د افغانستان د جګړې ښکېلو اړخونو د همدې طرحې پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA