ads

خوستي وکیلان: د خوست استناف څارنوالي مجرمین د بډو په بدل کې خوشي کوي

په خوست کې ډېری وخت خلک او د دغه ولایت یو شمېر روڼ اندي ځوانان د خوست په عدلي او قضایي اورګانونو تور پورې کوي، چې ګنې په دې ادارو کې قانون یوازې د ناچاره او بېوسو خلکو لپاره دی، زورواکي، شتمن او واسطه لرونکي اشخاص د جرم په تور له نیول کېدو وروسته دویمه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 لړم 1398
خوستي وکیلان: د خوست استناف څارنوالي مجرمین د بډو په بدل کې خوشي کوي

په خوست کې ډېری وخت خلک او د دغه ولایت یو شمېر روڼ اندي ځوانان د خوست په عدلي او قضایي اورګانونو تور پورې کوي، چې ګنې په دې ادارو کې قانون یوازې د ناچاره او بېوسو خلکو لپاره دی، زورواکي، شتمن او واسطه لرونکي اشخاص د جرم په تور له نیول کېدو وروسته دویمه ورځ خوشي کېږي.
خو دا ځل په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي ډاکټر موسی خاورین د خوست په استناف څاروالي تور پورې کړ، چې قاتلین، غله، انسان تښتونکي او د نشه یي توکو پلورونکي د بډو او معاملو په بدل کې د استناف له څارنوالۍ څخه خوشي کېږي.
خاورین، چې مخامخ یې د خوست د استناف څارنوال پر وړاندې خبرې کولې، وویل استناف څارنوالي دې، دې ډول کړنو ته د پای ټکی کېږي، چې له کبله یې ولس کړېږي.
په ورته مهال د خوست د استناف څارنوالۍ رییس رحیم الله رامح نه مني، چې ګنې په څارنوالۍ کې دې فساد وي.
هغه وایي، که چېرې د فساد او بډو په تړاو څوک کوم اسناد لري، نو وړاندې دې یې کړي. خو وایي، دا هسې اوازې دي چې ورته د منلو وړ نه دي.
د خوست یو تن مدني فعال او لیکوال سپین روان نورزی وایي، پخوا د خوست په عدلي او قضایي اورګانونو کې ستونزې موجودې وې، خو وایي اوس د پخوا په کچه نه دي.
هغه له عدلي او قضايي اورګانونو غواړي چې پرېکړې دې علني ترسره کړي، څو په دې برخه کې شته شکونه ختم شي.
په دغه ولایت کې ډېری وخت شخصي او قومي ستونزې او ترڅنګ یې یو شمېر دې ورته لانجې په قومي جرګو او مرکو له دې کبله حلېږي، چې ګنې په عدلي او قضايي ادارو کې فساد موجود دی، چې له کبله یې ستونزې د هواري پرځای لا پسې سختېږي.
خو د عدلي او قضایي اورګانونو مسولین بیا خلکو او ولس ته ډاډ ورکوي، چې په یادو ادارو کې فساد له منځه تللی او قانون په ټولو یو شان پلی کېږي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA