چينايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد ډېرى ايالاتونه نه دي توانېدلي، چې د اقتصادي ودې ټاکل شوي هدف ته ورسېږي.
د راپورونو له مخې، د چين ډېرى اقتصادي جوړښتونه ګډوډ شوي او د دې ګډوډۍ علت پر ياد هېواد د امريکا لګول شوې تعرفې دي.
په دغه لړ کې د چين ډېرى شتمن ايالاتونه او ختيځې برخې هم نه دي بريالۍ شوې، چې د اقتصادي فشارونو په وړاندې مبارزه وکړي.
دې برخو ته په روان ميلادي کال کې شپږ اعشاريه دوه فيصده هدف ټاکل شوى، خو هغوى تراوسه پنځه اعشاريه اووه فيصده ټاکل شوى هدف پوره کړى دى.
د چين حكومت هم اعلان کړى، چې د اقتصادي ودې د ټاکل شوي هدف د نه پوره کېدو دليل پر دغه هېواد د امريکا لګول شوې تعرفې دي.
د امريكا حكومت د چين د دې ادعا په تړاو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې د چين پر يو شمېر سوداګريزو توکو تعرفې لګولې دي.