افغانستان او پاکستان اوس هم د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم پکي د پولیو ناروغۍ شتون لري.
د پکتیکا برمل ولسوالۍ له جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري، چېرته چې د پولیو واکسین ښه نه پلي کېږې او ډېري مثبتي پېښې هم همدلته ثبت شوې دي.
د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست د واکسین څانګې د عملیاتي پروګرام مسول ډاکټر محمد نور کلید ته وویل، د برمل ولسوالۍ په سور زغمي سیمه کې تازه د پولیو ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
نوموړی وايي، دواړه فلج شوي ماشومان تر درې کلونو ټیټ عمر لري، چې یو يې هلک او بله انجلۍ ده.
ډاکټر محمد نور وايي، دواړه پېښې په هغه سیمه کې رامنځته شوې، چې د سرې میاشتي ریاست اړوند د واکسین ټیمونه پکې فعالیت لري.
هغه پر یاد ټیم نیوکه کوي او څرګندوي چې دا هر څه د دوی د نه پاملرنې له کبله پېښ شوي، ځکه چې یادې سیمي ته د پولیو واکسین نه دی رسېدلی.
بل پلو، د پکتیکا سرې میاشتې ریاست د واکسین ټیم مشر محمد یعقوب وايي، د پولیو ناروغۍ پېښي د دوی تر مسولیت لاندې سیمه کې نه دي رامنځته شوې.
نوموړي وویل، هغه سیمې چې د پکتیکا عامې روغتیا ریاست دوی ته ټاکلې، په هغو سیمو کې هره میاشت د پولیو واکسین پلی کېږي.
یاده دي وي، چې له تېرو څلورو کلونو را وروسته دا لومړی ځل دی، چې په پکتیکا کې د پولیو مثبت پېښې ثبت کېږې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ