ads

په لغمان کې د اداري اصلاحاتو ادارې لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په لغمان کې د څه باندې پنځه څلوېښت میلیونه افغانیو په ارزښت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په مهترلام ښار کې د دې ودانۍ د بنسټ ډبرې د اېښودنې په مراسمو کې د ښارجوړونې رییس وفیع الله اسحاقزوی وویل، چې دا ودانۍ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لړم 1398
په لغمان کې د اداري اصلاحاتو ادارې لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په لغمان کې د څه باندې پنځه څلوېښت میلیونه افغانیو په ارزښت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په مهترلام ښار کې د دې ودانۍ د بنسټ ډبرې د اېښودنې په مراسمو کې د ښارجوړونې رییس وفیع الله اسحاقزوی وویل، چې دا ودانۍ به په درې نیم جریبه ځمکه کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو نیم کال په موده کې جوړه شي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ بیا وویل، چې په دې ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د بیارغونې پروژو لړۍ تیزه شوې او هڅه کوي، څو لغمان کې نورې پروژې پلې کړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون په استازولۍ استاد نجیب امین د دې ډول پروژو پلي کېدل د مامورینو په ظرفیت لوړونه کې مهم وبلل.
د لغمان ځایي اوسېدونکي هم د دا شان پروژو له پلي کېدو خوښ دي او له حکومت غوښتنه کوي، څو په دغه ولایت کې دې ته ورته نورې پروژې پلې کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA