ads

په خوست ښاروالۍ کې د خدمتونو مرکز په جوړېدو د مراجعینو ستونزې کمې شوي

د خوست ښاریانو او په ټوله کې هغو خلکو، چې د دغه ولایت په ښاروالۍ ریاست پورې به یې کارونه تړلي وو، له ستونزو او پر وخت د کارونو له نه خلاصون څخه شکایتونه کول. ښاروالۍ ته د تلونکو مراجعینو په خبره پخوا به یې چې په ښاروالۍ کې کوم کار بند شو، نو په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لړم 1398
په خوست ښاروالۍ کې د خدمتونو مرکز په جوړېدو د مراجعینو ستونزې کمې شوي
د خدمتونو اداره

د خوست ښاریانو او په ټوله کې هغو خلکو، چې د دغه ولایت په ښاروالۍ ریاست پورې به یې کارونه تړلي وو، له ستونزو او پر وخت د کارونو له نه خلاصون څخه شکایتونه کول.
ښاروالۍ ته د تلونکو مراجعینو په خبره پخوا به یې چې په ښاروالۍ کې کوم کار بند شو، نو په ورځو او ان ځينو کارونو به یې ترمیاشتو وخت نیوه، خو وايي اوس د مراجعینو د مرکز په جوړېدو سره یې شته ستونزې راکمې شوې او کارونه یې پروخت خلاصېږي.
د خوست دوه تنه اوسېدونکي لاهورخان او فدا محمد، چې خوست ښاروالۍ ته د خپلو کارونو د خلاصون په هدف راغلي وایي، مخکې له دې به د خپلو کارونو په خلاصون پسې په شعبوکې لالهنده ګرځېدل، خو وایي اوس یې کارونه په کم وخت او پرته له کومې ستونزې خلاصېږي.
خوست ښاروال انجنیر عبدالبصیر محمدزی وایي، چې خوست ښاروالۍ په یاد ولایت کې لومړنۍ اداره ده، چې د مراجعینو د خدماتو مرکز پکې جوړشوی.
هغه وایي، د دغه مرکز په جوړېدو له یوې خوا د مراجعینو ستونزې په وخت حلېږي او له بلې خوا دوی ته وخت سپما شوی، چې کولی شي پرځای یې نورو کارونو او ستونزو ته رسیده ګي وکړي.
په خوست ښاروالۍ کې داسې مهال یاد شوی مرکز جوړېږي، چې هره ورځ په زیات شمېرکې خلک د خپلو ستونزو د حل په هدف یادې ادارې ته مراجعه کوي.
ښاریان او مراجعین له مسولینو غواړي، چې په نورو اداروکې هم ورته مرکزونه جوړشي، څو مراجعین په شعباتو له ګرځولو خلاص او ستونزې یې پروخت ورحل شي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA