ads

په بغلان کې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د بغلان د مركز پلخمري په ډنډ شهاب الدين سيمه كې د ماين چاودنې ۱۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت كليد ته وويل، د ډنډ شهاب الدين په اكاخېلو كلي كې د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى ماين نن سهار […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لړم 1398
په بغلان کې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
بغلان

د بغلان د مركز پلخمري په ډنډ شهاب الدين سيمه كې د ماين چاودنې ۱۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت كليد ته وويل، د ډنډ شهاب الدين په اكاخېلو كلي كې د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى ماين نن سهار نهه بجې د ملكي وګړو پر يوه سراچه ډوله موټر چاودلى دى.
د نوموړي په خبره، په ياده پېښه كې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA