ads

د هلمند مدني فعالانو د برېښنا د ریاست دروازه وتړله

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یو شمېر ښاریان پر برېښنا د لوړې تعرفې له کبله سخت غوسه دي او په یوه سپینه خېمه کې په همدې هدف د اعتراض په ډول راټول شوي دي. په دې خیمه کې د ګل اغا په نوم یو کس له ځان سره یو بیل او یو د درخواستۍ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لړم 1398
د هلمند مدني فعالانو د برېښنا د ریاست دروازه وتړله

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یو شمېر ښاریان پر برېښنا د لوړې تعرفې له کبله سخت غوسه دي او په یوه سپینه خېمه کې په همدې هدف د اعتراض په ډول راټول شوي دي.
په دې خیمه کې د ګل اغا په نوم یو کس له ځان سره یو بیل او یو د درخواستۍ کاغذ هم لري. ګل اغا وايي، په کرايي کور کي اوسېږي، د ګوتو په شمار ګروپانو باندې د برېښنا ریاست ۲۰ زره افغانۍ بیل ورکړی دی.

هم دغه راز بیا په یاده خېمه کې نورو کسان هم د برېښنا د ریاست پر مسولینو تور پورې کړ، چي له خلکو څخه د لګښتونو په نوم راټولېدونکې پیسې غلا کوي او پر دوی یې لوړې تعرفې لګولې دي. دوی د برېښنا شرکت پر لوړ پوړو مسولینو تور پورې کړ، چې په غلا او فساد کې له ولایتي مسولینو سره شریک دي او نه غواړي د دوی ستونزې ته د حل لاره پیدا شي.
په ورته وخت کې بیا مدني فعال عبدالولي پتیال او حاجي راز محمد وایې، چې د برېښنا د ریاست دروازه به ترهغه بنده وي، څو چې د هر کیلواټ برېښنا په بیه کي کموالي نه وې راغلی .
بلخوا، بیا د هلمند د برېښنا د ریاست رییس انجینر وحیدالله د لښکرګاه د اوسېدونکو او مدني فعلانو ټول تورنه ردوي. دی وایې، د تعرفې د کښته کولو مسئله د دوی تر وس لوړه خبره ده. د نوموړي په وینا دغه کار یوازې د برېښنا شرکت کولی شي او بس.
باید وویل شې، چې د هلمند برېښنا شرکت د قانون له مخې، څومره چې برېښنا مصرفېږي، هغومره یې قیمت لوړېږې. د دغه ولایت برېښنا له صفر څخه تر ۲۰۰ کیلوواټه په دوې افغانۍ، تر ۷۰۰ کیلوواټه په ۶ افغانۍ او تر دې لوړه په ۱۸ افغانۍ پلورل کېږي. معتریضین وایي، دغه بیې دوی ته ګرانې تمامېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA