د سعودي عربستان امنيتي سرچينو خبر ورکړى، چې پنځه سرتېري يې له يمن سره پر پوله د دواړو هېوادونو د امنيتي ځواکونو په نښته کې ووژل شول.
د ياد هېواد امنيتي چارواکو د خپلو سرتېرو د وژل كېدو له كبله د هغوى کورنيو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ايتلاف په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د عبدالربو منصور هادي په ملاتړ په يمن کې پوځي عمليات پيل کړل، چې په ترڅ كې يې زرګونه کسان ووژل شول او ميليونونه نور بېوزله او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.
دمګړۍ د دغه هېواد ۷۵ فيصده خلک د جګړو او نښتو له کبله اړينو مرستو ته اړتيا لري.