ads

د زابل له پوهنې رياست سره د تدريسي کتابونو مرسته وشوه

په زابل ولایت کې د ځوان غږ او مدني ټولنو سکرتریت لخوا له پوهنې ریاست سره د ۱۱ سوه جلده کتابونومرسته وشوه. د مدني ټولنو د سکرتریت مسول محمد ابراهیم عبرت وایې، دغه کتابونه یې د خلګو له کورنو څخه د کمپاین په شکل راټول کړي، چې ډېره برخه کار یې د دغو ټولنو ښځینه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لړم 1398
د زابل له پوهنې رياست سره د تدريسي کتابونو مرسته وشوه

په زابل ولایت کې د ځوان غږ او مدني ټولنو سکرتریت لخوا له پوهنې ریاست سره د ۱۱ سوه جلده کتابونومرسته وشوه.
د مدني ټولنو د سکرتریت مسول محمد ابراهیم عبرت وایې، دغه کتابونه یې د خلګو له کورنو څخه د کمپاین په شکل راټول کړي، چې ډېره برخه کار یې د دغو ټولنو ښځینه غړو کړی دی.
عبرت وایي، په دغو کتابونو کې ۹۰۰ جلده د مکتب کتابونه له لومړي څخه بیا تر دولسم ټولګي پوري دي او پاتې ۲۰۰ جلده یې د ازادي مطالعې لپاره دي.
هغه هیله وښوده چې باید نور ځوانان هم ورسره په خیریه کارونوکې مرسته وکړي.
د پوهنې ریاست مسولین هم د دغه اقدام هرکلی کوي.
د زابل د پوهنې ریاست رییس نصرالله زاهد وایې، چې د پوهنې ریاست دومره امکانات نلري، څومره چې د خلګوغوښتنه ده، خوکه ولس ورسره دغسې همکاري وکړي، نو دوی به وکولاي شي، د کتابونو کمښت تر یو بریده راکم کړي.
زاهدي وویل، دغه کتابونه په اصل کې ۱۱ سوه زابلیانو ته د زده کړې زمینه برابره وي او دا ډېر د ویاړ ځاي دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د زابلي ځوانانو له معارف ریاست سره د ۱۲۰۰ جلده کتابونو مرسته کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA