د ټاکنو خپلواک کمېسيون له درملوک کمپنۍ څخه غوښتنه کړې، چې د یوسل ۳۷ زره رايو د مشکوک اعلانولو په اړه دوی ته سپيناوی ورکړي.
درملوک کمپنۍ د خپلو چاڼيزو عملياتو په لړکې شاوخوا یوسل ۳۷ زره رايې مشکوکې اعلان کړې؛ خو دغه اقدام د دوو مخکښو ټاکنيزو ټيمونو ترمنځ ژور اختلافي ټکي پيدا کړي دي.
د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم وياند نور الرحمن اخلاقي د دوشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه کې يوځل بيا ټينګار وکړ، چې دغه رايې بايد باطلې اعلان شي؛ خو د دولت جوړونکي ټيم بيا د يادو رايو د بيا شمېرنې غوښتنه کوي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند ذبيح الله سادات کليد ته وويل، تر هغه وروسته به د دغو رايو پر وړاندې پرېکړه وکړي، چې د درملوک کمپنۍ يې دوی ته په اړه سپيناوی ورکړي.
بل پلو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه بيا نيوکې کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پر خپلو مديريتي چارو بريالی نه دی.
د (فيفا) وياندې سميرا رسا کليد ته وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد ډېر ژر د مشکوکو رايو په تړاو پريکړه وکړي.
په همدې حال کې پر ټاکنو د څارونکي بنسټ (اتوا) مشر حبيب الله شينواری بيا وايي، د ټاکنيزو تکتونو ترمنځ راپورته شوي جنجالونه په ډاګه کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لومړۍ ورځې پر خپلو چارو واکمن نه وو.
د افغانستان د جمهوري رياست پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارې ډېر په ځنډ سره پر مخ ځي او دا وېره هم شته چې لومړنۍ پايلې د لړم په ۲۳مه معلومې نه شي.
کليپونه
خو دا هغه اندېښنه ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند ذبيح الله سادات يې هم په اړه کوم څرګند ځواب نه لري.
د يادونې وړ ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې ټاکل شوې، چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې د لړم په ۲۳مه او وروستۍ پايلې يې د ليندۍ په پنځلسمه اعلان شي.
هغه څه چې اوس يې پر وړاندې د ټاکنيزو ټيمونو باور بدل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


