ads

په افغانستان کې د چاپېريال ساتنې فرهنګ کمزوری دی

د چاپېريال ساتنې ملي اداره وايي، په هېواد کې د چاپيريال ساتنې فرهنګ کمزوری دی او له همدې کبله له خصوصي سکټور او اړوند وزارتونو سره د يوې ګډې هوکړې له مخې هڅه کوي، ترڅو هېوادوالو ته د چاپيريال ساتنې ارزښت په ګوته کړي. د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د يک شنبې په ورځ له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 لړم 1398
په افغانستان کې د چاپېريال ساتنې فرهنګ کمزوری دی

د چاپېريال ساتنې ملي اداره وايي، په هېواد کې د چاپيريال ساتنې فرهنګ کمزوری دی او له همدې کبله له خصوصي سکټور او اړوند وزارتونو سره د يوې ګډې هوکړې له مخې هڅه کوي، ترڅو هېوادوالو ته د چاپيريال ساتنې ارزښت په ګوته کړي.
د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د يک شنبې په ورځ له خصوصي سکټور، حج اوقاف او د اطلاعات او فرهنګ وزارتونو سره د چاپيريال ساتنې په برخه کې خپله ګډه هوکړه لاسليک کړه.
د چاپيريال ساتنې ملي ادارې معين عزت الله صديقي په همدې غونډه کې وويل، يادې څلور اړخيزې هوکړې ته ځکه اړ شول، چې په عامه کچه په هېواد کې د چاپېريال ساتنې فرهنګ کمزوری تر سترګو کېده.
په همدې حال کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت معين سيد فاضل سانچارکي هم ټينګار کوي، چې د عامه پوهاوي په برخه کې بايد ټولې رسنۍ خپل مسووليتونه پرځای کړي.
د ټولنيزو کارپوهانو په وينا، په افغانستان کې د عامه پوهاوي په برخه کې د ديني عالمانو ونډه مهمه برېښي؛ خو د حج اوقافو وزارت بيا د دې کار د اغېزمنتيا لپاره لومړی په اداراتو کې همغږي شرط بولي.
د حج اوقافو وزارت معين تاج محمد مجاهد په دغه غونډه کې ټينګار وکړ، د يو پاک چاپېريال لپاره لومړی بايد د اړوندو اداراتو ترمنځ بشپړه همغږي رامنځته شي.
له خصوصي سکټور او دوه وزارتونو سره د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په ګډه هوکړه کې راغلي، چې لومړۍ بايد د عامه پوهاوي په برخه کې عملي ګامونه پورته شي او په دويم ګام کې د چاپيريال ساتنې د فرهنګ او کلتور د ژغورنې لپاره بېلابېلې ګډې هڅې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA