ads

د پاکستان پوځ د عمران خان ملاتړ اعلان کړ

د پاکستان پوځ وايي، د اساسي قانون له مخې د حكومت ملاتړ کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په دغه هېواد کې ناامني رامنځته کړي. د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور وويل، پوځ يو ملي بنسټ دى، چې اساسي قانون ته ژمن دى او تل د منتخب حكومت ملاتړ کوي. دا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 لړم 1398
د پاکستان پوځ د عمران خان ملاتړ اعلان کړ

د پاکستان پوځ وايي، د اساسي قانون له مخې د حكومت ملاتړ کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په دغه هېواد کې ناامني رامنځته کړي.
د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور وويل، پوځ يو ملي بنسټ دى، چې اساسي قانون ته ژمن دى او تل د منتخب حكومت ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ په اسلام اباد كې د ځينو ګوندونو لسګونه زره پلويان د حكومت په ضد راټول شوي، د لومړي وزير عمران خان او د نوموړي د ټولې کابينې د لرې کېدو غوښتنه کوي.
دوى حکومت ته دوه ورځې وخت ورکړى، که واک پرې نه ږدي، د هر ډول پېښې رامنځته کېدو مسووليت به يې پر غاړه وي.
عمران خان بيا له خپلې چوکۍ د نه لېرې کېدو خبر ورکړى او څرګنده کړې يې ده، چې هېڅ ډول سياسي فشار ته به تسليم نه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA