په مصر او بنګله دېش کې د داعش ملاتړو د دې ډلې له نوي مشر سره بيعت وکړ.
داعش ډلې په ټولنيزو رسنيو کې داسې انځورونه خپاره کړي، چې ښيي په مصر او بنګله دېش کې د داعش ملاتړي ځواکونه د اسلامي دولت نومې ډلې له نوي مشر ابو ابراهيم الهاشمي القريشي سره د تورو بيرغونو په لاس کې نيولو سره بيعت اعلانوي.
تېره اونۍ د امريکا د دفاع وزارت خبر ورکړ، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوريه كې د امريکايي ځواکونو په پټو عملياتو کې ووژل شو.
وروسته د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ هم يوې خبري غونډې ته وويل، د دوى ځواکونو په سوريه کې د داعش ډلې مشر او په هغې پورې تړلي يو شمېر نور کسان وژلي دي.
يادې ډلې تر څو ورځنۍ چوپتيا وروسته د خپل مشر ابوبكر البغدادي وژنه تاييد كړه او ابو ابراهيم الهاشمي القريشي يې د نوموړي ځايناستى وټاکه.