ads

خوستي خبریالان: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضې دې وڅېړل شي

د هېواد په جنوب ختیځ خوست ولایت کې د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو استازو د خبریالانو پروړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسول د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې پر افغان دولت او د خبریالانو د ملاتړو او مدافع بنسټونو غږ وکړ، چې په دې زون کې دې د وژل شوو او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 لړم 1398
خوستي خبریالان: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضې دې وڅېړل شي
په خوست کې د خبریالانو او اړوندو بنسټونو غونډه

د هېواد په جنوب ختیځ خوست ولایت کې د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو استازو د خبریالانو پروړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسول د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې پر افغان دولت او د خبریالانو د ملاتړو او مدافع بنسټونو غږ وکړ، چې په دې زون کې دې د وژل شوو او اذیت شوو خبریالانو دوسیې وڅېړې او پایلې یې دې له دوی سره شریکې کړي.
په خوست کې دوه تنه سیمه ییز خبریالان کریم الله نظیري او محمدشاه همت وایي، که چېرې له خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي قضيې ونه څېړل شي، له یوې خوا خبریالان له خپل کاره زړه ماتې کېږي او له بلې خوا د وژل شوو او یا په دې برخه کې د تاورتریخوالي ښکار خبریالانو کورنۍ سره به بې عدالتي شوې وي.
هغوی وایي، اوس هم په دې برخه کې د معلوماتو د نه ورکړې او ترڅنګ یې د حکومتي مسولینو او زورواکو ګواښونه موجود دي، چې خبریالان یې له ستونزو سره مخ کړي.
په جنوب ختیځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسول سیف الله حیات وايي، له یادې کمیټې سره هرکال د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا سل پېښې ثبتېږي، چې ډېری یې د حکومتي مسولینو او پاتې یې وسله والو ډلو او زور واکو ته راجع کېږي.
هغه هم پرافغان حکومت او همداشان پرعدلي او قضيي اورګانونو غږ وکړ، چې د خبریالانو پرړواندې دتاوتریخوالي پېښې په دقیق ډول وڅېړي، څو په دې برخه کې شته ستونزې راکمې ښي.
د افغانستان د لویې څارونولۍ ویاند جمشید رسولي تېره ورځ له یو شمېر رسنیو سره په خبروکې وویل، د ملي وحدت حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو سره دتاوترخوالي ۶۰ قضیې ثبت کړي، چې ټولې یې څېړل شوې او یا ترڅېړنې لاندې دي.
د نومبر دویمه، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې لا هم افغانستان د رسنیو او خبریالانو د کار لپاره یو ګواښوونکی هېواد بلل کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA