ads

په تخار كې ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د تخار په كلفګان ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولايت د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، يو ۴۰۴ ډوله موټر، چې مسافر يې له كابله بدخشان ته لېږدول، نن سهار شاوخوا اووه بجې په يادې ولسوالۍ كې له سړكه وتلى او چپه شوى دى. هغه […]

نویسنده: hewadpal
11 لړم 1398
په تخار كې ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د تخار په كلفګان ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، يو ۴۰۴ ډوله موټر، چې مسافر يې له كابله بدخشان ته لېږدول، نن سهار شاوخوا اووه بجې په يادې ولسوالۍ كې له سړكه وتلى او چپه شوى دى.
هغه وايي، په دې پېښه كې پنځه تنه وژل شوي او ۱۵ نور سطحي ژوبل شوي دي.
هجري زياته كړه، په وژل شوو كسانو كې دوه ښځې، دوه ماشومان او يو سړى شامل دي.
د موټر چلوونكو بې احتياطي، د سړكونو خرابوالى او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه بلل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA