د تخار ولايتي چارواكي د دغه ولايت په درقد ولسوالۍ كې د ماين چاودنې له كبله د ښوونځي د نهو زده كوونكو د وژل كېدو خبر وركوي.
د تخار د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، وسله والو طالبانو د افغان ځواكونو په نښه كولو لپاره د درقد ولسوالۍ په طاهريانو سيمه كې ماين ځاى پر ځاى كړى و، خو نن سهار د ښوونځي پر زده كوونكو چاودلى او نهه ماشومان يې وژلي دي.
د نوموړي په خبره، ياده سيمه دمګړۍ د طالبانو په ولكه كې ده، نو ځكه دوى د پېښې د څېړلو لپاره هلته د پلاوي پر لېږلو نه دي توانېدلي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ