ads

عمران خان ته له دندې د ګوښه كېدو لپاره دوه ورځنى مهلت وركړل شو

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د دې هېواد لومړي وزير عمران خان ته دوه ورځې وخت وركړ، چې له خپلې دندې استعفا وكړي. د پاكستان په پايتخت اسلام اباد كې د لسګونو زرو اعتراض كوونكو په ګډون د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د ازادۍ مارش روان دی. […]

نویسنده: hewadpal
11 لړم 1398
عمران خان ته له دندې د ګوښه كېدو لپاره دوه ورځنى مهلت وركړل شو

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د دې هېواد لومړي وزير عمران خان ته دوه ورځې وخت وركړ، چې له خپلې دندې استعفا وكړي.
د پاكستان په پايتخت اسلام اباد كې د لسګونو زرو اعتراض كوونكو په ګډون د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د ازادۍ مارش روان دی.
هغه د جمعې په ورځ لاريون كوونكو ته وويل، عمران خان دوه ورځې وخت لري، چې له خپلې دندې ګوښه شي، له دې پرته به اعتراض كوونكي د نوموړي دفتر ته داخل شي او واك به ترې واخلي.
د پاكستان لومړي وزير د حكومت د مخالفو ګوندونو مشران سياسي يتيمان بللي او ويلي يې دي، چې له چوكۍ نه لرې كېږي.
په اسلام اباد كې د ازادۍ مارش ته پر مولانا فضل الرحمان سربېره د شهباز شريف او بلاول بوټو زرداري په ګډون ځينو نورو سياستوالو هم ويناوې او د پاكستان پر ادارو سختې نيوكې وكړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA