ads

په ننګرهار كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو د عملياتو له پيله تر دې دمه ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي. په ننګرهار کې د څلورمې پلې لېوا قوماندان محمد کريم نيازى، چې د دې عملياتو مشري پر غاړه لري وايي، […]

نویسنده: hewadpal
11 لړم 1398
په ننګرهار كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو د عملياتو له پيله تر دې دمه ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
په ننګرهار کې د څلورمې پلې لېوا قوماندان محمد کريم نيازى، چې د دې عملياتو مشري پر غاړه لري وايي، دا عمليات يې د تېرې يكشنبې په ورځ په شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په هدف پيل کړي او لا هم دوام لري.
د ده په وينا، په عملياتو کې يې د طالبانو يو شمېر پټنځايونه هم له منځه وړي دي.
نيازي زياته كړه، د عملياتو په مهال امنيتي سرتېرو او ولسي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د نوموړي په خبره، په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د سيمې د امنيت ساتنې لپاره پر امنيتي پوستو او بېسونو هم کار پيل کړى، ترڅو له عملياتو وروسته هم دا سيمه په امن کې وساتي.
وسله والو طالبانو تراوسه د دغو عملياتو په اړه تبصره نه ده کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA