ads

په كابل كې د انسان تښتوونكو اووه كسيزه ډله ونيول شوه

د ملي امنيت د عمومي رياست ځانګړو ځواكونو د كابل په قره باغ ولسوالۍ كې د عملياتو په ترڅ كې د انسان تښتوونكو يوه اووه كسيزه ډله له درې ميله كلاشينكوفونو سره يو ځاى نيولې ده. له دغه رياسته نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې عمليات كوونكو سرتېرو دوه تنه د […]

نویسنده: hewadpal
11 لړم 1398
په كابل كې د انسان تښتوونكو اووه كسيزه ډله ونيول شوه

د ملي امنيت د عمومي رياست ځانګړو ځواكونو د كابل په قره باغ ولسوالۍ كې د عملياتو په ترڅ كې د انسان تښتوونكو يوه اووه كسيزه ډله له درې ميله كلاشينكوفونو سره يو ځاى نيولې ده.
له دغه رياسته نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې عمليات كوونكو سرتېرو دوه تنه د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل او خپلو كورنيو ته يې وسپارل.
سرچينه وايي، د علم زېب په نوم د كابل ښار يو صراف تېره اونۍ له خپل موټر چلوونكي سره يو ځاى د كابل – پروان پر لويه لار د يادې ډلې له لوري وتښتول او قره باغ ولسوالۍ ته ولېږدول شو.
د خبرپاڼې پر بنسټ، انسان تښتوونكو د دې صراف له كورنۍ د هغه د خوشې كولو په بدل كې ۵۰۰ زره امريكايي ډالر غوښتي وو.
بايد وويل شي، چې انسان تښتوونكي تل د هېواد په بېلابېلو سيمو كې خلك تښتوي او له كورنيو يې د هغوى د خوشې كولو په بدل كې زياتې پيسې غواړي، چې دغه كار هېوادوال سخت اندېښمن كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA