د نورستان ولايتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې امنيتي وضعيت تر پخوا ښه شوى او دوى هڅه كوي هلته د سيمه ييزې اردو پوستې او بېسونه ځاى پر ځاى کړي، چې په دې سره به په نورستان كې امنيت لا ډاډمن شي.
د ياد ولايت والي حافظ عبدالقيوم کليد ته وويل، نورستان ته يې د سيمه ييزې اردو د ورکړې وړانديز د ملي دفاع وزارت او نورو اړوندو ادارو ته کړى او هيله لري، چې وبه منل شي.
د حافظ عبدالقيوم په وينا، د نورستان په کامدېش، برګ مټال، منډول او ځينو نورو ولسواليو کې به هم، چې وخت ناوخت په كې امنيتي ستونزې پېښېږي، د سيمه ييزې اردو په ځاى پر ځاى کېدو سره امنيتي حالت کنټرول شي.
نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت ولايت دى، چې اوسېدونکي يې د روغتيايي اسانتياوو ترڅنګ د ژوند له نورو لومړنيو اسانتياوو هم بې برخې دي.


