د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د سيمې هېوادونو ثبات او ارامي په افغانستان كې د سولې په ټينګښت پورې تړاو لري.
هغه نن د ازبكستان په پايتخت تاشكند كې د شانګهاى د همكاريو سازمان د حكومتونو د مشرانو ۱۸مې غونډې ته د وينا په مهال وويل، افغانستان د نړيوالې ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې په لومړۍ كرښه كې دى.
د عبدالله په وينا، له ترهګرۍ سره د مبارزې او له هغې د را ولاړو شوو ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره د سيمې او نړۍ د هېوادونو د ګډو همكاريو پراختيا او دوام، د ټولو هېوادونو ګډه اړتيا ده.
نوموړي زياته كړه، په افغانستان كې سولې ته د رسېدو او د جګړې او تاوتريخوالي د پاى ته رسولو په هدف هڅې روانې دي او افغانان د هغو هڅو ملاتړ كوي، چې د عادلانه، تلپاتې او باوري سولې د رامنځته كېدو سبب ګرځي.
د افغانستان حكومت په دې وروستيو خپله د سولې طرحه له خلكو سره شريكه كړه، چې په مادو كې يې له امريكا، پاكستان او طالبانو سره مذاكرات، د سولې په برخه كې د اجماع رامنځته كېدل او ښه حكومتولي شامل موضوعات دي.


