ads

عبدالله د ازبكستان له لومړي وزير سره وليدل

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تېره ورځ له غرمې وروسته د ازبكستان په پايتخت تاشكند كې د شانګهاى د همكاريو سازمان د حكومتونو د مشرانو د غونډې په څنډه كې د ياد هېواد له لومړي وزير عبدالله عارف‌ اوف سره وليدل. د اجرائيه رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې د […]

نویسنده: hewadpal
11 لړم 1398
عبدالله د ازبكستان له لومړي وزير سره وليدل

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تېره ورځ له غرمې وروسته د ازبكستان په پايتخت تاشكند كې د شانګهاى د همكاريو سازمان د حكومتونو د مشرانو د غونډې په څنډه كې د ياد هېواد له لومړي وزير عبدالله عارف‌ اوف سره وليدل.
د اجرائيه رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې د عارف اوف له قوله راغلي، ازبكستان چمتو دى، چې په افغانستان كې پانګونه او له دې هېواد سره د زېربناوو او رېل پټلۍ په جوړولو كې همكاري وكړي.
هغه افغان محصلينو ته د تحصيلي بورسونو د وركړې ډاډ هم څرګند كړ.
بلخوا عبدالله د افغانستان د جمهوري رياست ټاكنو او د سولې د هڅو په اړه د ازبكستان لومړي وزير ته معلومات وركړل.
دى د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيكو د پراختيا غوښتونكى شو او له افراطيت او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره يې پر ګډې همكارۍ ټينګار وكړ.
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس پر دې سربېره د تاجكستان، قزاقستان، قرغزستان او روسيې له لومړيو وزيرانو، د ايران د جمهور رئيس له لومړي مرستيال او د شانګهاى د همكاريو سازمان له سرمنشي سره هم كتلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA