د كورنيو چارو وزارت په فراه كې د يوه وسله وال طالب د وژلو او درېيو تنو نورو د نيولو خبر وركوي.
له دغه وزارته نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د فراه د امنيه قوماندانۍ پوليسو د دې ولايت د مركز په شور اباد سيمه كې هدفي عمليات ترسره كړل.
د سرچينې په خبره، په يادو عملياتو كې يو طالب ووژل شو، درې تنه نور ونيول شول او امنيتي سرتېرو ترې يو كلاشينكوف او دوه موټر سايكلونه هم ترلاسه كړل.
سرچينه وايي، دا طالبان د دولتي كاركوونكو د ترورولو په هدف د فراه مركز ته داخل شوي وو.
وسله والو طالبانو لا په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.