ads

مشکور: د جګړې ښكېلو لورو د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي اقدامات نه دي كړي

د افغانستان په روانه جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي او دغه موضوع په نړیواله کچه د جدي اندېښنو سبب شوې ده. تازه له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څارنې ځانګړې ادارې یا سیګار په افغان جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په […]

نویسنده: hewadpal
10 لړم 1398
مشکور: د جګړې ښكېلو لورو د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي اقدامات نه دي كړي

د افغانستان په روانه جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي او دغه موضوع په نړیواله کچه د جدي اندېښنو سبب شوې ده.
تازه له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څارنې ځانګړې ادارې یا سیګار په افغان جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه درې میاشتنی راپور خپور کړ، په دغه راپور کې ویل شوي، چې د روان ۲۰۱۹ کال په تېرو درېیو میاشتو یا درېیمه ربعه کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملكي افغانانو په مرګ ژوبله كې ۳۹ فيصده زیاتوالی راغلی دی.
په ورته وخت کې په کور دننه هم بشردوستانه بنسټونه د ملکي وګړو مرګ ژوبلې اندېښمن کړي او زياتوي، د جګړې ښکېل لوري د جګړې نړیوال قوانین نه مراعاتوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د جګړې ښکېلو لورو په عمل کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.
د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور کلید ته وویل، د جګړې ښکېل لوري وایي، د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره تدابیر لري، خو دا تدابیر یې په عمل کې نه دي پیاده کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له حکومت څخه غواړي، د خسارې د جبران قانون، چې د دغه کمېسیون له خوا یې مسوده چمتو شوې، هرڅومره ژر چې شونې وي، طی مراحل او توشېح کړي.
د یاد کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور وایي، طالبان هم باید خپلو جنګیالیو ته د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لارښوونه وکړي او هغه کسان باید مجازات شي، چې د ملکي مرګ ژوبلې عامل کېږي.
په ورته وخت کې د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي او په وينا يې، نړیوال باید د جګړې پر ټولو ښکېلو لورو فشار راوړي، ترڅو د ملکيانو د مرګ ژوبلې کچه راټیټه شي.
نوموړي كليد ته وويل، که د جګړې ښکېل لوري د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام نه کوي، نو بیا باید ولس د ټولو اړخونو په ضد راپورته شي.
د جګړې ښکېلو لورو تراوسه د سیګار د راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې په جګړه کې ښکېلو اړخونو په وار وار د ملکي وګړو د خوندیتوب ژمنې کړې، چې په عمل کې یې بیا څرک نه لګېږي.
له سیګار وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د هغو ځواکونو د عملیاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، چې د امریکا د استخباراتو د مركزي ادارې یا سي آی اې له خوا رهبري کېږي او د دې ځواکونو د عملیاتو د درېدو غوښتنه یې کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA