ads

په پكتيا كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

د پكتيا په احمد ابا ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم كليد ته وويل، طالبانو نن سهار يوه بجه د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو سيمه كې د عامه نظم پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ. ده زياته […]

نویسنده: hewadpal
10 لړم 1398
په پكتيا كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

د پكتيا په احمد ابا ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم كليد ته وويل، طالبانو نن سهار يوه بجه د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو سيمه كې د عامه نظم پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ.
ده زياته كړه، هلته د نښتې په مهال د عامه نظم دوه سرتېري وژل شوي او دوه تنه نور سطحي ټپيان دي.
د تبسم په وينا، په نښته كې پنځه طالبان هم وژل شوي او څو تنه نور سخت ژوبل دي.
دى وايي، طالبانو غوښتل ياده امنيتي پوسته سقوط كړي، خو افغان ځواكونو غاښ ماتوونكى ځواب وركړ.
وسله والو طالبانو بيا د پكتيا د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو سيمه كې د يوې امنيتي پوستې د نيولو او د پوستې د قوماندان په ګډون د پنځو افغان سرتېرو د وژلو او يوه بل د ټپي كولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA