د ملي امنيت ځواكونو د روان لمريز كال په تلې مياشت كې د دولت سلګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ملي امنيت له عمومي رياسته د پنجشنبې په ورځ ناوخته كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ځواكونو يې په ياده مياشت كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې له ۶۳۰ زيات عملياتونه ترسره كړي دي.
د سرچينې په خبره، د دغو عملياتونو په مهال د دولت ۲۲۱ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۰۴ تنه ټپيان شوي او ۶۴۹ تنه نور نيول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، عمليات كوونكو سرتېرو څلور موټر سايكل بمونه او دوه موټر بمونه، چې د ترهګريزو بريدونه لپاره چمتو كړل شوي وو، كشف او شنډ كړي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


