ads

عبدالله له زلمي خليلزاد سره وليدل

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تېر ماښام په سپېدار ماڼۍ كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وليدل. د اجرائيه رياست په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د دې ليدنې په مهال د جنوبي اسيا په چارو كې د جمهور رئيس […]

نویسنده: hewadpal
10 لړم 1398
عبدالله له زلمي خليلزاد سره وليدل

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تېر ماښام په سپېدار ماڼۍ كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وليدل.
د اجرائيه رياست په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د دې ليدنې په مهال د جنوبي اسيا په چارو كې د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سلاكارې ليزا کورتيس او په كابل كې د امريكا سفير جان بس هم حضور درلود.
خليلزاد په افغانستان كې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره له مختلفو اړخونو سره د خپلو وروستيو غونډو او مذاكراتو پايلې له عبدالله سره شريكې كړې.
اجرائيه رئيس د افغان سولې په برخه كې د امريكا هڅې وستايلې او ويې ويل، سوله د افغانستان د حكومت او خلكو له لومړيتوبونو څخه ده.
دوى دواړو د تېرې يكشنبې په ورځ هم له يو بل سره ليدلي و.
خليلزاد پاكستان ته تر سفر وروسته بېرته كابل ته راغلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA