ads

عبدالله ازبكستان ته لاړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهاى د همكاريو سازمان د حكومتونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه كې د ګډون په هدف نن سهار د ازبكستان پايتخت تاشكند ته لاړ. د اجرائيه رياست د خبرپاڼې پر بنسټ، عبدالله به په دې غونډه كې پر ګډون […]

نویسنده: hewadpal
10 لړم 1398
عبدالله ازبكستان ته لاړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهاى د همكاريو سازمان د حكومتونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه كې د ګډون په هدف نن سهار د ازبكستان پايتخت تاشكند ته لاړ.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې پر بنسټ، عبدالله به په دې غونډه كې پر ګډون سربېره وينا هم وكړي.
سرچينه وايي، اجرائيه رئيس به د يادې غونډې په څنډه كې د روسيې، ازبكستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجكستان له لومړيو وزيرانو، د ايران د جمهور رئيس له لومړي مرستيال، د هند د دفاع له وزير، د شانګهاى د همكاريو سازمان له سكرتر جنرال او د يو شمېر نورو هېوادونو له لوړ رتبه چارواكو سره وګوري.
د شانګهاى د همكاريو سازمان د حكومتونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه كې د سيمې پر سياسي او امنيتي بدلونونو، اقتصادي همكاريو، ګډو پانګونو، پراختيا او له ترهګرۍ، افراطيت او د سيمې له ګډو ګواښونو سره پر مبارزې خبرې كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA