ads

په پکتیکا کې ډاکترانو د کلینیکونو د تړلو ګواښ وکړ

د پکتیکا سروبي ولسوالۍ د کلینیک مشر ډاکټرعبدالحق کلید ته وويل، د روغتیا په برخه کې پلي کوونکې موسیسې (OHPM) ورته د پخوا په پرتله میاشتنې معاشونه کم کړي او هغه کم معاشونه هم په ډېر ځنډ ورکول کېږې. نوموړی څرګندوي، چې کلینیکونو ته پر وخت روغتیايي سامان الات نه رسېږي، درمل کم او له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 لړم 1398
په پکتیکا کې ډاکترانو د کلینیکونو د تړلو ګواښ وکړ

د پکتیکا سروبي ولسوالۍ د کلینیک مشر ډاکټرعبدالحق کلید ته وويل، د روغتیا په برخه کې پلي کوونکې موسیسې (OHPM) ورته د پخوا په پرتله میاشتنې معاشونه کم کړي او هغه کم معاشونه هم په ډېر ځنډ ورکول کېږې.
نوموړی څرګندوي، چې کلینیکونو ته پر وخت روغتیايي سامان الات نه رسېږي، درمل کم او له ځنډ سره ورکول کېږي، چې له کبله یې روغتیايي کارکوونکي او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ښرنې ملکي روغتون یو نرس نجیب مایار وايي، د پکتیکا په کچه د ډېری کلینیکونو کارکوونکي له ورته ستونزو سره مخ دي .
هغه وویل، که یې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي، روغتیايي مرکزونه تړي او دندې پرېږدي؛ چې په خبره يي مسوولیت به یې د عامې روغتیا ریاست او (OHPM) موسیسې پر غاړه وي.
د پکتیکا عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټراسدالله رسولي یادې ستونزې تر ډېره بریده مني او وايي، پلي کوونکي موسیسه باید ژر تر ژره دغه ستونزه حل کړي.
رسولي څرګندوي، کله چې دوی له کلینیکونو لیدني کړي، په حقیقت کې یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته طبي وسایل او درمل کم او له ځنډ سره ورکول کېږي.
پکتیکا کې د روغتیا برخي پلې کوونکې موسیسې (OHPM) مشر ډاکټر عبدالسلام باورزي کلید ته وویل، دوی پر وخت ټولو روغتیايي مرکزونو ته درمل رسوي او تر اوسه پکې ځنډ نه دی راغلی.
باورزی مني، چې د دغو روغتیايي مرکزونو د کار کوونکو معاشونه له تېرو درېیو میاشتو راهیسي ځنډني شوي، خو ټینګار کوي چې ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.
د مرکز او ولسوالیو د کلینیکونو دغو کارکوونکو خپلې غوښتنې د یو پرېکړه لیک په ډول د پکتیکا عامي روغتیا ریاست ته وسپارلې، تر څو یې د حل په موخه عملي اقدام وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA