د هلمند امنیه قومنداني په دغه ولایت کې د ۱۵وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د هلمند د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر دویم څارن محمد زمان همدرد کلید ته وویل، تېره ورځ د خوڅ ملاتړ ماموریت هوایې ځواکونو د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوایې بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۵وسله وال طالبان وژل شوې دې.
د ده په خبره، په وژل شوو کسانو کې د هلمند د څلورو ولسوالیو لپاره د طالبانو ولسوالان، مولوي مسعود، حاجي برکت، زلمی او ملا روح الله هم شامل دي.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه برید کې طالبانو د ډلې دوه دلګۍ مشران هم ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، افغان ځواکونو په نهرسراج ولسوالۍ کې ۳۰ کړۍ ماینونه له منځه وړي دي او له وسله والو مخالفینو ځینې سیمې هم نیول شوې دي.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.